امنیت

دوه طالبان په لغمان کې ووژل شول

-کابل / د سلواغې٢٤مه/ باختر
دوه وسله وال طالبان په لغمان کې په جګړه کې ووژل شول.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه په اليشنګ ولسوالۍ کې په نښته کې وژل شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په جګړه کې څلور نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د لغمان  له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٢ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته