غزني باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
پنځه تنه ملکي وګړي د ډار اچوونکوله خوا په غزني کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختر آژانس ته وويل چې د وژل شويو کسانو مړي د غزني ښار آرزو سيمې ته څېرمه ترلاسه شول.
نوري زياته کړه چې ډار اچوونکو دغه کسان د اندړو ولسوالۍ او د غزني ښار ترمنځ لاره کې له موټرو څخه ښکته کړي او وروسته يې وژلي وو.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ