کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٧ :
د هرات ولايت د شينډنډ په ولسوالۍ د طالبانو پراخ بريد په شا وتمبول شو.
په لسګونو تنو يرغلګرو د تيرې شپې د اتو بجو په شاوخوا کې د شينډنډ په ولسوالۍ بريد وکړ او په دغه ځاى کې د دولتي تاسيساتو ځينې برخې يې تر خپلې ادارې لاندې ونيولې؛ خو په پاى کې پوځيانو وکولاى شول د شينډنډ ښار د يرغلګرو له شتون څخه پاک کړي.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات باختر آژانس ته وويل چې د دغه بريد په بهير طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې لا تر اوسه پورې معلوم نه دى.
حيات په دې جګړه کې د يوه سرتيري شهادت او د څلورو تنو نورو سرتيرو ټپي کيدل هم تائيدوي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: همدا اوس د شينډنډ ولسوالۍ مرکز په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاک شوى دى او خلکو خپل عادي ژوند له سره پيل کړى دى.
1 1 دقیقه لوستل