سیاست

دمشورتی لويې جرګې غړو دپنځوسو کاري کميټو په جوړولو سره دامنيتي همکاريو دسند په باب خپلې خبرې پيل کړې.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دمشورتي لويې جرګې غړو نن  په کاري کميټو په ويشل کيدو سره  دامنيتي همکاريو دسند دطرحې په باب خپلې خبرې پيل کړې.
دباخترآ ژانس خبريال نجيب الله بهزاد دمشورتي لويې جرګې له تالار څخه خبر راکړ :  دمشورتې لويې جرګې غړو دپنځوسو کاري کميټو په جوړولو سره نن دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي همکاريو  دسند دطرحې په باب  خپلې خبرې پيل کړې  .
ددغه سند طرحه په پښتو او دري ژبو دجرګې دغړو په واک کې ورکړ شوي دي دوي به  دغه طرحه ماده  په ماده وڅيړې .
هره کميټه پنځوس تنه غړي لري  چې دهرې کميټې دغړو نظريې له توصيې وروسته  به دمجلس رياست ته وړاندې شي.
دمعلوماتوله مخې ، د کميټې غړي دوه ورځې  ددغې طرحې په باب خبرې وکړي او په عمومي غونډه کې چې ديکشنبې په ورځ  جوړيږي دوړاندې شويو نظريو په باب  به  خبرې وشي.
مشورتي لويه جرګه  پرون  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور  رييس حامدکرزي  په پرانستونکي وينا سره پرانستل شوه  .
دغونډې غړو دهيواد مخور او جهادي شخصيت حضرت  صبغت الله مجددي  درييس ، پوهاندنعمت الله شهراني ، شيرمحمد آخنده  زاده ، فضل الکريم  ايماق  او ميرمن  غمى  دمرستيالانو په توګه  او شاه جهان د جرګې دمنشي  او ميرمن تهمينه يې  دمنشي دنايب په توګه  وټاکل .
دمشورتي لويې جرګې رييس حضرت صبغت الله مجددي په داسې حال کې  چې د جرګې اداري هيت  ورسره ملګرى و ، دکاري کميټو دکاري بهير دکتنې په ترڅ کې  ددغو کميټو دکار څرنګوالى له نږدې وڅيړه  او دهغوي نظريې او وړانديزونه يې واوريدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته