خبرونهټولنه

د هلمند په مرکز کې د شهید په نوم  څلور لارې جوړلو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اړوند ۵ مې ناحیې د بولان په سیمه کې د شهید په نوم څلورلارې جوړولو چارې پرون د دغه ولایت د یو شمېر مسوولینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.

د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني په یادو مراسمو کې وویل چې د مجاهد په نوم دغه څلور لارې د هغه مېز په څېر ډیزاین شوی، چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ پرې د دوحې تړون هوکړه ليک لاسلیک شوی و.

د نوموړي په وینا تر دې وړاندې یې د لښکرګاه ښار د ښکلا په موخه د استقلال او الفتح په نومونو دوه نور مهم چوکونه هم جوړ کړي دي. 

د سرچینې د مالوماتو له مخې پر تازه جوړېدونکي چوک ۱ میلیون ۴۵۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چې د ښاروالۍ له داخلي بودېجې څخه ورکولو کېږي او د جوړولو چارې به یې په درېیو پړاونو کې بشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د لښګرګاه ښاریان هم د ښاروالۍ د دغه اقدام ستاینه کړې او د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه يې له مسوولینو د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته