امنیت

دعراق په سفارت کې نښته دوام لري .

کابل  باختر د زمري  نهمه :
په کابل کې دعراق په سفارت کې ديرغلګرو او دهېواددامنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ نښته هماغه شان دوام لري .
نن له غرمې مخکې يوشميريرغلګرو چې دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى په کابل کې دعراق په سفارت بريد وکړ .
دکابل ښار دڅلورمې  امنيتي حوزې آمر جنرال فاروق حساس دباختراژانس خبريال ته وويل چې نښته تراوسه پورې دوام لري او ده په دې پيښه کې دسر داحتمالي زيان په باب څه ونه ويل .
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې دپيښې ساحه په بشپړه توګه تړلې ده .  آن خبريالانو ته هم ساحې ته دورتګ اجازه نه ورکول کيږي .
ددوى دڅرګندونو له مخې، دسفارت دشاوخوا سيمو اوسيدونکي خوندي ځايونو ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته