سیاستخبرونهTOP

په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل له افغان کډوالو سره د متحده عربي اماراتو د مرستو غوښتنه وکړه

کابل، د مرغومې ۲۱مه، باختر
په کراچۍ کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ سرپرست مولوي عبدالجبار تخاري په هغه ښار کې د متحده عربي اماراتو له جنرال قونسل بخیت عتیق الرمیثي سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان جنرال قونسل په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د ستونزو په باب خبرې وکړې او د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ په بهير کې یې په افغانستان کې د ترلاسه شويو پرمختګونو په باب معلومات ورکړل. هغه زياته کړه، چې په کراچۍ ښار کې زرګونه افغان کورنۍ په کمپونو او د ښار په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي، خو ډېرو لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسى نه لري.
نوموړي له افغان کډوالو سره د متحده عربي اماراتو له مرستندویه موسسو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته