ټولنه

په هرات کې د يوې ښځې ناکامه ځان وژنه

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
يوه نيمځاله ميرمن چې په ځان وژنې يې لاس پورې کړى و؛ د ډاکترانو په هلوځلو سره له حتمي مرګ څخه وژغورله شوه.
دغه ميرمن چې څلويښت کلنه ده؛ همدا اوس د هرات په يوه روغتيايي مرکزکې تر درملنې او څارنې لاندې ده .
د هرات د مرکزي روغتون يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغې ميرمنې د زهرجنو توکو په خوړلو سره په ځان وژنې اقدام کړى و چې د روغتيايي ټيمونو په بيړنيو اقداماتو سره له مرګ  څخه ژغورله شوې ده .
په همدې حال کې د هرات پوليس وايي چې د دغې پيښې د څرنګوالي په باب تحقيقات او پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته