کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
په فارياب ولايت کې نن د بم د چاودنې له امله ٢ تنه ووژل شول او ١٢ تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه نن سهار د اتوبجو په شاوخواکې د فارياب دمرکز ميمنې ښار د دويمې ناحيې په يوه ګڼ ميشته سيمه کې رامنځته شوه. په قربانيانوکې ښځې او ماشومان هم شته .
دفارياب د والي مرستيال عبدالستار بارز دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې د يوې ښځې په ګډون ١٢ تنه نورټپيان شول. په همدې حال کې د ميمنې ښار د روغتون رييس ډاکتر عبدالعلي حليم دغه روغتون ته د دولسو تنو ټپيانو د ليږدونې خبر ورکړ او د دغې پيښې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت يې خراب بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ