سیاست

جمهور رئیس غني: د بشري سرچینو شورا به د زده‌کړې، تحصیل، حرفې او فن ښې زمینې رامنځته کړي

کابل_ باختر د وږي د مياشتې١٩مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد‌اشرف ‌غني په مشرۍ د بشري سرچینو شورا پرون ماښام په ارګ کې د فن او حرفې، ښوونیز سیستم، رسمي تخنیکي او مسلکي تعلیماتو، غیر رسمي تخنیکي او مسلکي تعلیماتو (شاګردمحوره او استاد محوره) لوړو زده‌کړو او د ښار اوسیدنې د ننګونو پر موضوعاتو بحث وکړ. 
د هېواد جمهوررئیس وویل، دوه کاله پخوا مو د امنیتي سکتور په پياوړتیا زیات تمرکز درلود، نن دغو ځواکونو بین‌المللي اعتبار پیدا کړی دی، خو اوس مو زیات تمرکز پر بشري پانګې دی.
جمهور رئیس غني وویل، د بشري پانګې او زیربناوو  پروګرام، په زیربنايي چارو کې د جمهوري ریاست د سلاکار ډاکټر  همایون قیومي او د اقتصاد وزیر په هڅو او اهتمام د تنظیم په حال کې دی.
جمهور رئیس زیاته کړه، بشري ځواک مو د بشري پلانونو د پلي کولو ځواب نشي ویلی، هیڅ یوه اداره د پلانونو په پلي کولو کې بریالۍ نه وه. هغه پوهنتونونو او ښونځیو ته اشاره وکړه وې ویل، د دغو بنسټونو فارغان د دولت او خصوصي سکتور اړتیاوې نشي ځوابولی.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، ځوانان مو تخصصي حرفه نه لري، چې هغوی ته کار پيدا شي. هغه وویل، له تېر یو کال راهیسې په بشري ځواک کار روان دی چې ځونانانو ته د حرفې او فن مناسبې زمینې ولټول شي.
جمهور رئیس وویل، دا یوه اړتیا ده چې د ترانسپورټ، نجارۍ، ودانۍ جوړولو، ورځنۍ تکنالوژۍ، تخنیک، کرنې او نورو څانګو کې متخصص او حرفوي بشري ځواک ولرو.
جمهوررئیس غني د خصوصي سکتور او دولت ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ په تامین ټینګار وکړ وې ویل، د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ همغږي او انسجام په بېلابېلو برخو کې چارې چټکوي.
جمهور رئیس غني وویل، له خصوصي سکتوره به وغواړي چې د بشري سرچینو شورا په راتلونکو ناستو کې ګډون وکړي، ځکه تېرو کلونو کې خصوصي سکتور دولت کې عمده نقش نه درلود. هغه زیاته کړه، دغې برخې سره د حکومت د اړیکو په ټینګښټ سره ۱۶نوي سکتورونه فعال شوي دي او خصوصي سکتور دې ته تیار دی چې دغه برخه کې پانګونه وکړي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، افغانستان د لومړي ځل لپاره د صاداراتو په ډګر کې ګام اېښی دی او د سيمې هېوادونو ته د ۲۰۰میلیون ډالرو په ارزښت د څښاک (نوشابه)تولیدات صادروي. هغه وویل، موږ پخوا د برېښنا انرژي واردونکي و  افغانستان باید د انرژۍ په صادرونکي بدل شي.
جمهور رئیس د وطنولۍ میثاق یادونه وکړه، وې ویل ددغه میثاق په جوړولو شپږ میاشتې دوامداره کار شوی دی، چې نږدې راتلونکي کې به یې د مثبتو پایلو شاهدان اوسو.
جمهور رئیس ټینګار وکړ چې مدني ټولنې او ځوانانو ته دې په بحثونو کې زیاته برخه ورکول شي او په ناستو کې به د هغوی غوښتنې واورو. هغه وویل، د بشري سرچینو شورا به هغوی ته د ښې راتلونکې لپاره هغوی سره کار کوي.
جمهور رئیس د هېواد ښوونیز نصاب نیوکه وکړه زیاته یې کړه، تعلیمي نصاب کې باید  د فن او حرفې پروګرامونه زیات شي، چې زده‌کوونکي د علاقې په اساس په عملي توګه موضوعات زده‌کړي.  هغه وویل، د تعلیمي نظام په حرفوي کېدو سره به د متخصص بشري ځواک پانګه رامنځته شي.
جمهور رئیس وویل، د کسب او هنر برخې د پياوړتیا لپاره امکانات شته، خو د دې اړتیا لیدل کېږي چې د طرحو په پلي کېدو او رامنځته کېدو کې د تصمیم ګیرۍ څرګند تقسیمات ترسره شي او پر هغه کار وشي.
جمهور رئیس غني د کسب او هنر برخو کې د متخصصو ګروپونو جوړول مهم وبلل وې ویل، ځیني هېوادونه لکه چین او هندوستان چمتو دي چې په دغو برخو کې افغانستان سره همکاري او مرسته وکړي.
په زیربنايي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار ډاکټر همایون قیومي غونډې ته د معارف په برخه کې د یو کلنې سروې راپور وړاندې کړ او وې ویل، یادې سروې په یو کال کې د معارف په سکتور کې ستونزې او اړتیاوې له هره اړخه اروزلي دي.
قیومي وویل، په ټول افغانستان کې ۳۰۰حرفوي ښوونځي شته چې حرفوي او فني زده‌کړي ورکوي، چې ۷۰سلنه زده کوونکي یې نارینه دي. هغه وویل د ترسره شوې سروې له مخې د دغو کسانو څخه هیڅ یو په بازار او د کار په مارکیټ کې د تخصصي کار د ترسره کولو وړتیا نه لري.
ډاکټر همایون قیومي زیاته کړه، په افغانستان کې د لرغوني دودیز سیستم څخه کار اخېستل کېږي چې دا سیستم په تیورۍ ولاړ دی نه عملي، چې باید عملي بڼه خپله کړي. قیومي وویل، د بیکارۍ له پلوه افغانستان په نړۍ کې څلورمه درجه کې دی.
هغه د حرفوي ښوونځیو د زده‌کړې له پایلې د ناخوښۍ په څرګندولو وویل، دغو ښوونځیو باندې زیاتې پیسې لګول کېږي، خو حاصل یې په نشت حساب دی. هغه د هېواد د پوهنتونونو سروې په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، دولتي پوهنتونونه پنځه سلنه د دوکتورا  کدر لري او ۶۵سلنه یې لیسانس دي.
ډاکټر همایون قیومي زیاته کړه، د پوهنتونونو لویه ستونزه د تحقیق په برخه کې ده چې اکثره یې دغه برخه کې تخصصي کار نشي کولی. هغه ټینګار وکړ چې د پوهنتونونو جوړښتونه د ورځنیو معیارونو سره برابر نه دي، لومړیتوبونه او اړتیاوې نه دي سره تفکیک شوې.
هغه زیاته کړه، ښاري اړتیاوې د اوبو، چاپيریال ساتنې، استوګنې، امنیت، ترانسپورت او طبیعي ګواښونو ته پاملرنه ده، خو زموږ په تعلیمي او تحصیلي سیستم کې هغسې چې په کار ده، دغه برخې په پام کې نه دي نیول شي.
ډاکټر قیومي د لومړیتوبونو او اړتیاوو پر تشخیص ټینګار وکړ وې ویل، زموږ د ټولنې لومړیتوبونه او اړتیاوې، کرنه، کانونه، روغتیا، انجنیري، معلوماتي ټکنالوژي او سوداګري ده.
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وویل، په حرفوي او فني برخو کې امکانات شته، خو اساسي ستونزه داده چې متخصص افراد نشته، چې لازم کاري ظرفیتونه ولري، هغه وړاندیز وکړ، بشري ځواک دې د دغه وزارت د ملي اقتصادي پروګرام یوه برخه شي.
د کار، معلولینو، شهیدانو او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخیل وویل، په فني او حرفوي برخو کې د پام وړ لګښتونه کېږي، خو نتایج ورته د منلو نه دي. هغې زیاته کړه، ۱۵۰۰۰کسانو په فني او حرفوي برخو کې زده‌کړې کړي دي، خو په عملي ډګر او د کار په بازار کې موثریت نه لري.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې د کار او کارګر د کمي او کیفي ظرفیتونو په تثبیت ټینګار وکړ، وې ویل، اړتیا لیدل کېږي چې د انکشافي سکتور پلان مشخص شي او زیات تمرکز په حرفوي ښځو وشي.
د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند په غونډه کې وویل، ددغه وزارت اساسي ستونزه د کانکور په سیستم کې ده، اوسنی کریکولم ځواب نه ورکوي. هغې ټینګار وکړ چې په تعلیمي او تحصیلي سیستم کې باید تغییرات راشي او همدارنګه دې د تحصیل په برخه کې د محصلینو او متعلمینو علاقه مندي په فن او حرفه کې مشخصه شي.
د لوړو زده‌کړې وزیرې وویل، پوهنتونونو کې د زاړه درسي سیستم څخه کار اخېستل کېده، اوس په نوي تحصیلي سیستم باندې کار روان دی. هغې زیاته کړه، په نوي سیستم کې استادانو ته علمي معیارونه مشخص شوي دي، چې استادان د پي ایچ ډي سند پرته پوهاند او د ماسټرۍ پرته د پوهنیار رتبه نشي اخېستی.
د سټراټيژیکو او عامه اړیکو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري په دغه غونډه کې خبرې وکړې وې ویل، په تعلیمي نظام کې  دمثبت بدلون راوستو په منظور د فرهنګي ذهنیت بدلولو اساسي بحث ته اړتیا ده،  تر څو کورنۍ خپل بچیان د فن او حرفې په تحصیلي څانګو کې انتخاب ته مجبور نه کړي. هغه د لومړنیو زده کړو په بدلولو ټینګار وکړ او هغه یې د زده‌کوونکو راتلونکي ته ګټور او اغېزناک وبلل.
د پوهنې وزارت تخنیکي او مسلکي معین رحیل فرمولي په حرفوي او فني برخه کې د مناسبو طرحو چې د ورځنیو اړتیاوو ځواب ویلی شي د چمتو کولو یادونه وکړه وې ویل،  په فني او حرفوي برخه کې د ښوونځیو د مسلکي کېدو په برخه کې به ژر د بشري سرچینو شورا ته طرحې وړاندې کړي.
هغه وویل، د فارغانو یوه ستونزه چې تخصصي لاسته راوړنه او د کار توانايي نه لري داده چې د فیس له ورکړې پرته تعلیم کوي، نو خپل تعلیم ته توجه نه کوي. ښاغلي فرمولي په ښوونځیو کې د شمولیت فیس د ورکړې په خاطر د پروپوزل د ترتیبولو یادونه وکړه وې ویل، دا پروپوزل به د شورا غونډې ته وړاندې شي.
د فواید عامې وزارت تخنیکي معین انجنیزاحمد ولي شیرزي وویل، د فن او حرفې تخصصي ګروپونه د هرې ادارې اړتیا ده، موږ سره مرسته کوي چې تخصصي برخو کې له حرفوي افرادو څخه استفاده وکړو.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، فني او حرفوي خلک شته، چې د کار ساحه یې یوازې تر خپل ځانه محدوده ده، د دې اړتیا ده چې حرفه او هنر یې د خلکو ترمنځ ترویج شي.
جمهور رئیس د حرفوي تعلیماتو په برخه کې د شته لیدلورو په هکله وویل، د فن او حرفې د ملاتړ په خاطر امکانات موجود دي او دې برخه کې معیارونه واضح دي، خو د پلي کولو په برخه کې یې باید جدي او عملي اقدامات ترسره شي.
جمهور رئیس په پوهنتونونو کې د تبعیض په مخنیوي ټینګار وکړ او پر هغه یې د یو سرتاسري بحث اړتیا ته اشاره وکړه. هغه وویل، د استاد‌محورۍ سیستم په ځای باید د شاګرد‌محورۍ سیتم رامنځته شي چې دا میتود د زده‌کوونکو د ذهني ودې لپاره موثر دی.
جمهور رئیس وویل، اوسنی درسي سیستم د معاصرو شرایطو سره مطابقت نه لري، زده‌کوونکو ته د څو لسیزو مخکیني مواد تدریسېږي. هغه زیاته کړه، پوهنتونونو کې به د سي بي ار سیستم هم تطبیق شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په ټولو جوړښتونو او بنسټونو کې باید سالمه رهبرۍ او مدیریت رامنځته شي، چې په بېلابېلو برخو کې د ادارو ستونزې لري شي.
جمور رئیس وویل، ادارو د خدماتو او حفظ و مراقبت سکتور برخه کې کار نه دی کړی، په دغه برخه کې باید د مناسبو طرحو په رامنځته کولو سره کار او اقدمات ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته