کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني او دهېواد دجګپوړو مقاماتو ، دکابينې دغړو او دهېواد دټول ملت په نامه نن هم دنيکرغه کوچني اختر په مناسبت باختراژانس ته دمبارکي پيغامونه رارسيدلي دي .
دنيکمرغه کوچني اختر له امله په دغو پيغامونوکې دهېواد جمهور رييس ، دجمهور رييس مرستيالانو ، اجراييه رييس او داجراييه رياست مرستيالانو ، ددرې ګونو قواوو رييسانو ، دکابينې غړو او دافغانستان ټول ملت ته مبارکي ويل شوې او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ځوريدلو هېوادوالو ته دنيکمرغي اوسولې هيله شوې ده .
په همدې ترتيب په پيغامونوکې ويل شوي دي چې اداري فساد ، دنشه يي توکو قاچاق ، قوم پالنه او نورې ټولنيزې ناروغۍ دافغانستان دملت له دښمنانو سره جوخت حرکت کوي او دنظام او خلکو ترمنځ واټن زياتوي او له خلکو څخه دمخالفانو له خوا د سرتيرو دجلب اوجذب زمينه اسانه کوي .
په پيغامونوکې ويل شوي دي چې په قوم پالنې ، فساد ، توپير او په نورو ناخوالو برياليتوب ، په ډار اچونې برياليتوب دى .
دغه پيغامونه د ځينو دولتي ادارو دمشرتابه هئيتونو دځينو ولايتونو دواليانو او دمشرتابه هئيتونو ، ټولنيزو سازمانونو سياسي ګوندونو، مدني او تحصيلي بنسټونو ، قومي اووګړنيو شوراګانو او دښوونځيو له اداري هئيتونو او منسوبينو له خوا ليږل شوي دي .
2 1 دقیقه لوستل