سیاست

د جرمني له ځانګړې استازې سره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر کتنه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، نن له غرمې وروسته د پاکستان د اسلامي جمهوریت پلازمینې اسلام آباد ته له رسیدو وروسته، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د جرمني د ځانګړې استازې میرمن سابین اسپارواسر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې، میرمن اسپارواسر د جرمني ځانګړې استازې د استانبول/ د آسیا زړه بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځمه غونډه کې د افغانستان د لوړ رتبه پلاوي په کچه د ګډون له امله د خوښۍ د څرګندولو تر څنګ وویل چې جرمني غواړي د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې د تماس د نړیوالې ډلې د غونډې کوربه شي.
هغې زیاته کړه:" جرمني په لکه څنګه چې تیره اونۍ د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې پریکړه وشوه، "د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت" په چوکاټ کې به په افغانستان کې خپل پیاوړي پوځي حضور ته دوام ورکړي.  
وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د هغه هیواد د پام وړ شمیر پوځي ځواکونو د حضور د تمدید له کبله د جرمني له ژمنې څخه په مننې، برلین ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس سفر د لاسته راوړونو څخه ډک وباله.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: " دغه ټکي ته په پاملرنې سره چې د داعش جګړه مارو په ډلو کې د سیمې د بیلابیلو هیوادونو وګړي شته، باید د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د داعش د حضور او فعالیت څخه د اندیښنې پر ځای، د دې پدیدې او د نورو تیرو او نویو امنیتي ګواښونو په وړاندې په سیمه کې د ګډې مبارزې لپاره عملي ګامونه پورته کړي."
ټاکل شوې ده د استانبول/آسیا زړه بهیر د بهرنیو چارو د وزیرانو پنځمه غونډه "له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې د همکاریو د زیاتولو او د سیمې ییزې نښلوونې د کچې د پیاوړتیا " تر نوم لاندې سبا د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې جوړه شي.
دغه غونډه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رييس جلالتمآب محمد اشرف غني او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د صدر اعظم جلالتمآب محمد نواز شریف له خوا پرانیستل کیږي او ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د صدر اعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په ګډ ریاست ترسره کیږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته