ورزش

دنهضت او دعمران ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه .

کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
دهرات دفوټسال  ددويم لاس  دغوره ليګ سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام مومي .
  دهرات ولايت  دورزشي امريت مرستيال  ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل په دغوسياليو کې دهيواد ټيم دازادي او دامام فخر ټيم دقايم له ټيم سره لوبې کوي .
دهرات دفوټسال  ددويم لاس دغوره ليګ سيالۍ  دڅليرويشتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي دي او په پروني لوبه کې دنهضت دټيم دوو په وړاندې په شپږو سره دطلوع افتاب  په ټيم او دعمران  ټيم دشپږو په وړاندې په اوو سره دقيام پر ټيم بريالي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته