کابل باختر د کب څوارلسمه :
په پنجشير ولايت کې پرون دوه پنځوس بې ځايه شوي کورنى خوراکي توکي ترلاسه کړل .
دپنجشير ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو آمر انجنير عبدالمجيد نوروزي باختراژانس ته وويل چې په هرې کورنى څلور بورۍ اوړه ، يوه کيلومالګه او دماشومانو لپاره درې کيلو بسکيت وويشل شول .
ده زياته کړه دغه مرستې دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا دويستا دموسسې په همکارۍ او دپنجشير ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو دادارې په همغږى ترسره شوي دي .
له دغو مرستو سره جوخت يوه روغتيايي بسته ، او جامي هم دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا درياست له خوا په دغو کورنيو وويشل شوې .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ