سیاست

ايزديار دتنقيص شويو افسرانو ستونزې واوريدې

کابل باختر دورې دمياشتې  ٦ :
دمشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار دملي دفاع وزارت ديوشمير تنقيص شويو  افسرانو غوښتنې واوريدې .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آ ژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې  يوشمير تنقيص شويو افسرانو  دباريک آب په ساحه کې  په تنقص شويو افسرانو داستوګنې دځمکې دنمرو دويش دبهير په باب  دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې دوزيرانو شورا له پريکړې سره سم  بايد دوى ته يوه   يوه نمره ځمکه اويا  دوه کلن معاش ورکړاى شوى واى  خو تراوسه پورې په دې باب دپنجشير اوپروان په ولايتونو کې  کوم اقدام نه دى شوى.
په داسې حال کې چې  دنورو ولايتونو افسرانو ته  داړوندو ښارواليو له لارې  داستوګنې  نمرې ويشل شوي دي   او په دې برخه کې يې دسنا مجلس دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
دمشرانو جرګې لومړي نايب دهغوى دتوضيحاتو  له اوريدو وروسته  ژمنه وکړه  چې ددوى غوښتنې او ستونزې له مسوولو مقاماتوسره طرحه کوي او دحل لارې چارې به ولټول شي .
ديوبل خبرله مخې : دسنا مجلس لومړي نايب  دغزني ښار  دڅوارلسمې فرقې په ساحه کې  دملي دفاع وزارت  له  خوا ديوسلو پنځوس جريبه ځمکې دنه اعاده کولو
په باب دکفتان طاووس د وارث محمد فهيم شکايت هم واوريد.
دملي دفاع وزارت داملاکو درييس په شتون  په دې غونډه کې ده وويل :  چې دمحکمو له پريکړې سره سره تراوسه پورې يې خپل ملکيت نه دى ترلاسه کړى.
خو دملي دفاع وزارت داملاکو رييس دغه ځمکه ددولت ملکيت وباله او وپتيل شوه  چې اړونده لورې دې خپل سندونه  او مدارک په محکمو کې  حل کړي .
ديوبل  خبرله مخې : دمشرانو جرګې دويم نايب   حاجې رفيع الله ګل افغان نن دکابل ښار د اتمې ناحيې ديوشمير اوسيدونکو ستونزې او غوښتنې واوريدې.
په دې کتنه کې دوى ددغې ناحيې دسړک دخرابوالي له امله دشکايت په ترڅ کې  دسليمانحيلو دمنځني ښوونځي دودانۍ د جوړولو لپاره دځمکې  دورکړې په باب
دسنا مجلس  دهمکارۍ غوښتنه  وکړه او  ويې ويل  چې دغه ښوونځى تراوسه پورې په کرايي کورونو کې فعاليت کوي .
په داسې حال کې  چې په دې ساحه کې دولتي ځمکه شته بايد دپوهنې وزارت  له اړوندو  ارګانونوسره په تفاهم کې  له دې پلوه دزده کوونکو ستونزې حل کړي.
دمشرانو جرګې دويم نايب  دطرحه شويو ستونزو له اوريدو وروسته   ژمنه وکړه چې غوښتنې يې له مسوولو مقاماتوسره طرحه کوي اود حل لارې چارې به ولټول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته