کابل باختر دزمري دمياشتې يوديرشمه :
د هيواد دبهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمي رسول په نامه د زمري د اته ويشتمې د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو د٩٤ کاليزې له امله د اوکراين د بهرنيو چارو د وزير ليونيدکوژاره له خوا کابل ته د مبارکۍ پيغام رارسيدلى دي.
په پيغام کې ويل شوي دي :
دافغانستان دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې له امله زما دمبارکۍ صميمانه مراتب ومني .
له وخت څخه په استفادې سره خوښ يم ټينګار وکړم چې د افغانستان او اوکراين ترمنځ دوستانه اړيکې او همکارۍ به زموږ خلکو ته لازياتې ګټورې وي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ