امنیت

په غزني ولايت کې پنځه تنه ټپيان شول .

غزني  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٧ :
په غزني ولايت کې پرون ديوماين دچاودنې له امله  درې تنه ملکي وګړي ، يو افسر اودملي اردو يو سرتيري ټپيان شول.
دتندرقول اردو ددريمې لوا ويندوى جګړن محمدحکيم باختراژانس ته وويل، دغه کسان دماين دچاودنې له امله چې دوسله والو طالبانوله خوا په يو بايسکل کې  دغزني ښار دآريانا مارکيټ ته څيرمه ځاى پرځاى شوي و ټپيان شول .
دده دڅرگندونوله مخې، وسله وال طالبان  تل په واټ کې ماينونه دخلکو دوژلو لپاره  ځاى پرځاى کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته