امنیت

په لوګرکې د طالبانو له خوا په موټرکې دځاى پرځاى کړى شويو بمونو د چاودنې له امله د پنځو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

-کابل باختر د غبرګولي  اووه ويشتمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې د دوى له خوا په موټرکې د ځاى پرځاى  شويو بمونو د چاودنې له امله ووژل شول .
دغه يرغلګر نن سهار په داسې حال کې چې په بمونو بار موټر د سپرلۍ په يوې امنيتي پوستې د يرغلګرو د ملاتړ لپاره د پل علم ښار ته روان وو؛ د خپل موټر د چاودنې له امله ووژل شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر نثاراحمد عبدالرحيم زي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه يرغلګر وژل شوي دي.
  ده وويل: دغو يرغلګرو طالبانو غوښتل د هغو نورويرغلګرو ملاتړ ته ور ودانګي چې په پل علم ښارکې په يوې امنيتي پوستې په بريدکې له ماتې سره مخامخ شوي وو او تيښتې په حال کې وو.
ويل کيږي چې په دې چاودنه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته