سیاست

اجرائيه رئيس د ودانیزو شرکتونو د مسوولانو ستونزې واورېدې

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس د ودانیزو شرکتونو له یوشمېر مشرانو سره په سپېدار ماڼۍ د خپل کار په دفترکې وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړی د ودانیزو شرکتونو مشرانو او استازو خپلې ستونزې له اجرائیه رئيس سره شریکې کړې او ویې ویل، چې دوی په سختو او ستونزمنو حالاتوکې د کورنیو چارو وزارت اړونده ودانۍ او تاسیسات رغولي؛ خو تر اوسه یې پیسې نه دي ورکړل شوې.
هغوی وویل، په دې اړه یې څو ځله اړوندو چارواکو ته هم خپل غږ رسولی خو تر اوسه یې مثبته پایله نه ده ورکړې.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ چې دا ستونزې به له نږدې څاري او د حل لاره به ورته پيدا کړي.
اجرائيه رئيس وویل، چې د ودانیزو شرکتونو ستونزې ورته معلومې دي او د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ ته به لارښوونه وکړي چې هر څه ژر د ودانیزو شرکتونو ستونزې په قانوني ډول حل کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته