سیاستټولنه

د کوېټ ځینو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

۴- نړيوالې خبري سرچينې / د لړم ٢٩ مه / باختر
د کوېټ ځینو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د بېړني اوربند غوښتنه ‌یې وکړه.
دغو عالمانو پرون په یوه اعلامیه کې ویلي دي: په افغانستان کې روانه جګړه شرعي جواز نه‌ لري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه.
وسله‌ والو طالبانو که څه هم د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له واشنګټن سره موافقه لاسلیک کړې، خو بیا یې هم په افغانستان کې خپلې جګړې نه ‌دي بندې کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې اعلامیې د هرکلي ترڅنګ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي دي، دا سوله غوښتونکی اقدام د افغانانو او افغان حکومت د سوله ‌ییز لیدلوري ملاتړ څرګندوي.
دوه اوونۍ مخکې د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوال بنسټ هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته