امنیت

په ګرشک کې د چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول

لښکرګاه باختردچنګاښ دمياشتي١٩:

په هلمند ولايت کې دچاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول.

دهملنددوالي ويندوى داود احمدي باختراژانس ته وويل دغه چاودنه تيرماښام  دګرشک ولسوالۍ په ميرمن داب سيمه کې رامنځته شوه.

دده دڅرگندونوله مخې پيښه په يوموټرسايکل کې دچاوديدونکو توکو دچاودني زيږنده ده چې دريموټ کنترول په واسطه کنتروليدل

داحمدي  دڅرگندونوله مخې،  په دې پيښه کې چې دپوليسو يوې پوستې ته څيرمه رامنځته شوه دوه تنه سيمه ييز پوليس اودرې تنه ملکي وګړي و وژل شول او دوه تنه پوليس او يوولس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

احمدي زياته کړه  ټپيان دلښکرګاه ښار ملکي روغتون ته وليږدول شول.

داپه داسې حال کې  ده چې پرون په قندهار ولايت کې ددوو  چاودنو له امله څوارلس تنه ملکي وګړي و وژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته