امنیت

په فارياب کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل باخترد ليندۍ ۲۵مه
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دفارياب ولايت وياند کريم يورش باختر اژانس ته خبر ورکړ چې دغه جګړه د ګرزيوان ولسوالۍ په دونګ قلعه په ساحه کې  هغه وخت ونښته چې دښمن دلارې په اوږدو کې په پوځيانو بريد وکړ او دپوليسو دمقاومت په پايله کې څلور تنه بريد ګر ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کېږي چې په دې جګړه کې يو پوځي برسيرن ټپى شوى دى .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته