سیاست

دسترې محکمې رييس :دفساد په خپريدو کې نه يوازې کورنۍ منابع بلکې ځينې نړيوال سازمانونه هم لاس لرى.

کابل   باختر د کب د مياشتې  ٥  :
دسترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم نن د اداري فساد پرخلاف دمبارزې دفعاليتونو دڅارنې او څيړنې دګډې کميټې له رييس شوکت حسن او ددغې کميټې له کورنيو او نړيوالو غړو سره وکتل.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په کتنه کې د اداري فساد پرخلاف دمبارزې په کارکې دفعاليتونو دهمغږۍ موضوع وڅيړل شوه او د کميټې يوې نړيوالې غړې ميرمن تاسيوا داسې څرګنده کړه : دڅارنې دکميټې دنده ، د اداري فساد د زيانمنو تشخيص دى او همدې مسلې ته پاملرنې سره اوس د راتلونکو پروګرام د آتکل په موخه دستراتيژيکي پلان په برابرولو کار دوام لري موږ غواړو د اداري فساد پرخلاف دمبارزې دفعاليتونو دڅارنې په لاره کې چې دجمهوري رياست دمقام له خوا زموږ په اوږو ايښودل شوې ده کوټلي ګامونه واخلو او په دې لاره کې په هغو ستونزو چې دقوانينو په ساحه ،تشکيلاتي سيستم ، مقرراتو او طرزالعملونو کې شته ، خبر شو او له دې امله لازمه ده چې دکميټې او دقضاييه قوې په مشرۍ دعدلي او قضايي بنسټونو ترمنځ بشپړه همغږى شتون ولري او کميټه په دې برخه کې دسترې محکمې له ګټورو نظريو او لارښونو څخه ګټه واخلي .
ميرمن تاسيوا دغه راز زياته کړه دکميټې سپارښتنې دشفافيت په موضوع ، حکومت والۍ،ظرفيت جوړولو، روزنيزو پروګرامونو او دقضايي تصميمونو په خپرولو کې شفافيت دي چې پيژندنې او تطبيق ته اړتيا لري او د زياتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه کوي .
وروسته دسترې محکمې رييس دميرمن تاسيوا دنظر ټکو او د څارنې او څيړنې دکميټې د رييس ډاکتر شرکت حسن خبروته په پاملرنې سره ، څرګنده کړه چې د اداري فساد پرخلاف دمبارزې په نافذې ستراتيژۍ کې زيات تمرکز په کورنيو اړخونو شوى دى .
په داسې حال کې چې څيړنې ښي چې دفساد په خپريدو او پراختيا کې نه يوازې کورنۍ منابع ، بلکې ځينې نړيوال سازمانونه چې په يو ډول نه يو ډول دافغانستان له دولت سره همکار دي ، لاس لري چې ضروري ده چې د راتلونکى ستراتيژۍ په تدوين کې دغه ملاحظه او انديښنه هم په پام کې ونيول شي.
دسترې محکمې رييس دغه راز زياته کړه يو، دوه سپارښتنې چې دسترې محکمې په پته ليږل شوې وې ، عامې وې ،دمسئلې فروعات او جزييات نه دي پيژندل شوي او نه دي بيان شوي او داکار د دې سبب کيږي چې په تطبيقي ساحه کې ستونزې رامنځته شي لکه څنګه چې دقوانينو داصلاح دموضوع يادونه په عام ډول داپوښتنه راپاروي چې کوم قانون او دکومې ستونزې له مخې د اصلاح او بدلون وړ دى . زه فکر کوم چې دمثبتو او عملي نتيجو دترلاسه کولو په موخه ،سپارښتنې د دې په پام کې نيولو پرته چې کوم بنسټ ته ليږل کيږي.
بايد په څرګند او روښانه ډول او دجزيياتو په يادونې سره وي او آن دهغو دعملي تطبيق په خاطر د ادارو له مسوولينو سره يو لړ غونډې هم ترسره شي.
دسترې محکمې رييس د کتنې په دوام دسترې محکمې داصلاحي اقداماتو په باب دکميټې دلازيات پوهاوي په موخه څرګنده کړه چې دقضاييه قوې دتشکيل او صلاحيت دنوي قانون طرحه له اساسى قانون سره دهغې دبشپړ سمون او دهغو مواردو دليکلو په موخه ، دمحکمو داجرااتو قانونيت تضمين کړي تر کار لاندې ده .
په ١٣٩٥ کال کې دسترې محکمې ريفورمي تشکيل له عيني اړتياو سره سم او په جوړښت کې په اساسي بدلونونو سره ،منظور شوى دى .
دوثيقو داجراکولو په تګلوري کې دپيچلو پروسيجرونو دله منځه وړلو او دمحکمو دعوايدو دمحصول د راټولو دڅرنګوالي او د دولتي محصول دتعرفې دقانون په باب دبيا څيړنې په برخه کې يو لړ ګامونه اخستل شوي دي او هم په قضاييه قوه کې له ادارى فساد سره دمبارزې په ساحه کې د دقيقو مسلکي ميکانيزمونو په جوړولو سره نوي پروګرامونه تنظيم شوي دي چې ددغو موخو په ترسره کيدو سره به خلکوته د لازمو قضايي خدمتونو دوړاندې کولو زياته او ښه زمينه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته