سیاست

په پاکستان کې دافغان مهاجرينو استوګنه دنورو دريوکلونولپاره تمديدشوه

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په پاکستان کې دافغان مهاجرينو استوګنه دنورو دريوکلونولپاره تمديدشوه
دباختراژانس دخبرله مخې : د مهاجرينو دراستنولو دچارو  وزير جماهير انوري نن دپاکستان پايتخت  اسلام اباد ته له سفر وروسته  په کابل کې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې  ددغه سفر  دنتيجو په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل او ويې ويل : دهغوشميرنو له مخې، څه دپاسه يو اعشاريه اووه مليونه تنه افغانان په پاکستان کې  دمهاجرينو په توګه ثبت دي  يومليون تنه يې قانوني سندونه نه لري  چې له دې جملې څخه څلور سوه پنځوس زره تنه يې دپاکستان په خيبرپښنونخوا ايالت کې ژوند کوي .
ده څرگنده کړه  دروان کال په پيل کې يولړ تبليغات شوي و چې ګنې دپاکستان دولت دغبرګولي دمياشتې په ٢٥نيټه افغان مهاجرين له دغه هيواد څخه وباسي . په  همدې مقصد په اسلام اباد کې دپاکستان ددولت  له جګپوړو مقاماتوسره  خبرې اترې وشوې    چې دروان کال دمرغومي دمياشتې له لومړي نيټې څخه  دافغان مهاجرينو استوګنه دنورو دريو کلونو لپاره تمديدشوه.
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير جهاهيرانوري زياته کړه  چې څه ناڅه يو اعشاريه څلور مليونه تنه افغانان دايران په اسلامي  جمهوريت کې مهاجردي چې قانوني سندونه نه لري .چې له نيکه مرغه  موږ وکولاي شول په هغوى پاسپورټونه وويشو اودهغوى داستوګنې ويزه قانوني کړو.
دمهاجرينو دراستنولو دچارو د وزير دغه څرگندونې په داسې حال کې کيږي چې په دې وروستيو وختو کې په پاکستان کې افغان مهاجرينوته په بيلابيلو پلمو دايستلو ګواښ شوي و چې دغه کار دپاکستان دپوليسوله خوا دمهاجرينو دځورونې سبب کيده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته