خبرونهامنیتTOP

په کابل کې چاودنه وشوه

کابل/ د لیندۍ۲٦مه/ باختر
په کابل کې نن سهار د يو مقناطيسي ماين په چاودنه کې دوه تنه ټپيان شول.
دغه پېښه نن سهار د خيرخانې مينې د پنځه سوه فاميليو په ساحه کې رامنځته شوه او ماين په يو هايلکس موټر کې ځاى پرځاى شوى و.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز په دې پېښه کې د دوو تنو ټپي کېدل تائيد کړ خو د ټپيانو د هويت او دا چې دغه موټر په کومې ادارې پورې مربوط دى څه نه دي ويل شوي.
په څلورم مکروريان کې پرون په ورته پېښه کې د کابل د والي مرستيال او د هغه سکرتر ووژل شو او دوه ساتونکي يې ټپيان شول.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته