سیاست

جمهوررئیس غني ډګر جنرال روساریو کستیلانو ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال ورکړ

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ د ښونیزو چارومرستیال ډګر جنرال روساریو کستیلانو ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال ورکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې مناسبت د مخه ښې مراسمو کې چې په ارګ کې پرځاى شول، په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسداالله غضنفر په دې اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
په دغه فرمان کې راغلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په افغانستان کې د ښاغلي روساریو کستیلانو د ماموریت په موده کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا لوړولو، تمویل اوسمبالښت په برخه کې د هغه د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د درناوي په موخه د یاد مډال ورکړه منظور کړې ده.
په افغانستان کې د ناټو د ښونیزو چارو د قومندانۍ مرستیال ډګرجنرال روساریو کستیلانو د دغه مډال له اخیستو وروسته، په افغانستان کې پرخپل ماموریت  خوښي وښوده، وې ویل، زه به د افغانستان د خلکو قدر او عزت او هغه خاطرې چې له دې ځایه یې لرم، هیرې نه کړم.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته