ټولنه

په بلخ کې داوبو لګولو ددووکانالونو کار پيل شو

کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
دنهه ديرشو مليونو افغانيو په لګښت داوبو رسولو ددوو کانالونو کار پرون دبلخ ولايت  په بلخ  ولسوالۍ کې پيل شو .
  دبلخ ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس سراج الدين مهربان باختراژانس ته وويل: د دغو دووکانالونو په جوړولو سره شپږ زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي او يوزرو دوه سوه شپيته هکتاره ځمکه خړوبيږي او دبزګرانو حاصلات به سلو کې شل زياتيږي .
ده زياته کړه ددواړو کانالونو اوږدوالي څه ناڅه لس کيلومتره  دى چې کار يې  په يوکال کې بشپړيږي چې لګښت يې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له  بودجې څخه تمويليږي .
مهربان وويل: ددغو کانالونو په جوړولو سره داوبو دضايع کيدو مخه نيول کيږي
  دبلخ ولسوالۍ  دګټه  خيلو  دکلي اوسيدونکى خيرمحمد باى وويل چې داوبو رسولو ددغو دوو کانالونو په جوړولو به زموږ دکرنيزو اوبو دکمنښت ستونزه حل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته