سیاست

د عالمانو، اسلام او سولې ترعنوان لاندې نړيوال کنفرانس په کابل کې پرانيستل شو

کابلباختر د ميزان ٢
دعالمانو، اسلام او سولې په نامه نړيوال کنفرانس نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رئيس حامد کرزي د پيغام په لوستلو  سره په کابل کې جوړ شو.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دعالمانو، اسلام اوسولې نړيوال کنفرانس نن په کابل کې پرا نيستل شو.
د کنفرانس په کارکې د مصر، هندوستان ، اندونيزيا، عراق ،کويټ ،پاکستان ، سعودي عربستان ،تاجکستان ،امريکا،قزاقستان ،ترکيې ،سوډان ،ايران ،اردن او د افغانستان د هيوادونوعالمانو ګډون درلود.
دافغانستان داسلامي جمهور يت جمهور رئيس حامدکرزي ددغه کنفرانس دبرخه والو په نامه د يوپيغام په ليږلوسره چې د مولوي عطاءالله لودين له خوا ولوستل شو؛ په دې ترڅ کې چې دکنفرانس برخه والوته د برياليتوب هيله کړې ده ويلي يې دي:
دافغانستان د سولې له عالي شورا، دافغانستان د عالمانو له سراسري شورا او د اسلامي همکاريو له سازمان څخه مننه کوم چې د يو بل په نږدې همکارۍ سره يې ددغه کنفرانس کوربه توب په غاړه اخيستى دى.
په پيغام  کې ويل شوي دي: دافغانستان خلکو د تاريخ په اوږدوکې د اسلامي ارزښتونو ددفاع او له اسلامي امت سره د ورورګلويزوهمکاريو په لاره کې بې شميره مالي اوځاني قرباني زغملي دي او تل يې له اسلامي امت اومستضعفوملتونو سره همدردي کړې ده.
د وياړځاى دى چې ددغه شان اسلامي هيوادمشري په غاړه لرم چې د ژوند ټولې ستنې پکې د اسلام د مقدس دين دحکمونو په رڼا کې ولاړې دي.
الحمد الله زموږ اساسي قانون د اسلامي شريعت او د دينى اصولو پربنسټ جوړ شوى دى او زموږ په محکموکې پريکړې د اسلامي شريعت د لارښوونو له مخې ترسره کيږي او په دغه هيوادکې ټولې اسلامي چارې په بشپړ ډول عملي کيږي.
په داسې حال کې چې زموږ هيواد د سترجهاد له پاى ته رسيدو وروسته د تيرو دوو لسيزو په بهير کې د بهرنيانو له مستقيمو اوغيرمستقيمو لاسوهنو سره مخامخ دى؛ خو دافغانستان مجاهد ملت مقدس اسلامي ارزښتونه د خپلو سرونو په بيه ساتلي دي.
په پيغام کې دغه راز ويل شوي دي چې په روانه جګړه کې قاتل اومقتول دواړه د اسلام دعوا کوي. دغه نارواجګړه د بهرنيو لاسوهنو لپاره زمينه برا بره کړې ده. موږ له اوسنيو ستونزو څخه د وتلو لپاره ستاسو نيکومشوروته سترګې په لاره يوچې امت له دغې تيارې څخه د رڼا په لورلارښوونه وکړي.
دباخترآژانس خبريال زياتوي: د نننۍ غونډې لومړى پړاو د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د رئيس مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ جوړه شوه.
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئيس وروسته له هغه چې کابل ته د اسلامي هيوادونو د دينې عالمانو راتګ ته ښه راغلاست ووايه او دافغانستان د نظام د جوړښت په باب چې په اسلامي اساساتوولاړ دى او د هيواد دمحکمو دکارپه باب معلومات ورکړل.
وروسته دافغانستان دسولې د عالي شورا رئيس صلاح الدين رباني په دې غونډه کي وينا وکړه او ويې ويل:
زموږنننۍ غونډه څه د افغانستان د خلکو دملي اړتياووله پلوه او څه د هغه د اسلامي اړخ له پلوه له زيات ارزښت څخه برخمنه ده. هيله لرم چې ددغې غونډې اصلي نتيجې د سولې د اړتيا او دهغه د ارزښت په باب دپيغام او روښانه لارښوونې سره وي.
ده وويل: په دې غونډه کې د تامل وړټکي دادى: هغه څه چې نن موږيې شاهدان يو؛ هغه تاوتريخوالي دي چې د اسلام او مسلمانانو په نامه پيوند خوړلي دي. په داسې حال کې چې زما په باور د افغانستان مسلمان ملت د مسلمه امت د يوې برخې په توګه چې پرون د جهاد او برحقه مبارزو اوپه حقيقت کې د اسلامي ويښتيامخکښ و؛ ددغه شان حالت سزاوارنه دى.
موږ نن په داسې حالت کې يوچې دجګړې او وينې تويولوتوجيه او يا نه توجيه په يوه پيچلې ستونزې بدله شوې ده او داسې پوښتنې يې رامنځته کړې دي چې په دې لاره کې د اوسنى حالت د ښه تفسير او د افغانستان په شان ديواسلا مي هيواد دمسئلې دحل دلارې دلټولو په لاره کې د اسلامي عالمانو رول ګټور او ارزښتناک بولم.
وروسته د اسلامي هيوادونو دهمکاريو د کنفرانس د رييس اکمال الدين احسان اوغلو پيغام د دغه سازمان د استازي آى ،ډي نور حان له خوا ولوستل شو.
د اسلامي هيوادونو د همکارۍ د کنفرانس رييس په خپل پيغام کې ټينګار کړى دى چې اسلامي امت بايدخپل اختلافونه يوې خواته پريږدي او د قرآن دحکمونو په رڼا کې خپلې ستو نزې حل کړي.
ده تيارى څرګندکړې دى چې د اسلامي هيوادونو د همکاريو کنفرانس به په افغانستان کې د سولې د تامينولو په لاره کې همکاري وکړي.
دينې عالم او جهادي شخصيت استاد عبدالرب رسول سياف په خپله وينا کې د افغانستان د دولت د وسله والومخالفينو دکړو وړو په باب معلومات ورکړل او دطالبانو له رامنځته کولو وروسته پيښې يې بيان کړې چې څرنګه هغوى وسيله وګرځيدل او بهرنيو هيوادونو ته خدمت کوي. ده دافغانستان په وړاندې د بهرنيو لاسوهنو اوځينو پټوعملونو څخه پرده پورته کړه .
استادسياف چې په عربي ژبه يې خبرې کولې؛ په هيواد کې روانو واقعيتونو ته يې د برخه والو پاملرنه واړوله .
له ايران څخه ديني عالم او د اهل بيت د نړيوالې ټولنې د نړيوالو چارو مرستيال محمد سالارد دغې غونډې بل ويناوال و.ده وويل چې اسلام د قتل او وينې تويولو تاوتريخوالي عملونو ته اجازه نه ورکوي او د ځانمرګو بريدونو ترسره کول د قرآن او اسلام د تاييد وړ نه دى. بلکې داسي عملونه دي چې اسلام بدنامه کړي او داسې عملونه دي چې له اسلام سره ارتباط نه لري.
دکنفرانس برخه والو له غرمې وروسته هم خپلو بحثونو ته دوام ورکړ.
د دينې عالم اوجهادي شخصيت قاضي محمدامين وقاد د څرګندونو له مخې: د نننۍ غونډې د جوړولو هدف دکومې فتوا صادرول اودکوم جريان په وړاندې د دريځ نيول نه و، بلکې په دې غونډه کې هلې ځلې کيږي چې د اسلامي هيوادونو د ديني عالمانو نظرچې افغانستان او يوشمېرنور اسلامي هيوادونه يې له ستونزو سره مخامخ کړې دي؛ خبرې وشي او د هغو دلرې کولو لپاره مشورې وړا ندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته