ټولنه

په روان لمريز کال کې لسګونه ټولګټې پروژې په پنجشيرکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي

٤٧- کابل/ د مرغومي٢٢مه / باختر
د ١٣٩٩ کال په بهيرکې څه د پاسه ١٠٠ ټولګټې پروژې په پنجشيرکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
په دغو پروژو کې د کرنيزو اوبو کانالونه ، د څښاک اوبه، د برېښنا کوچنۍ دستګاوې او ترانسپورت شامل دي چې په روان کال کې په شتل، عنابې او آبشار ولسواليو کې د ولسي تړون ملي پروګرام ترنظر لاندې تطبيقې شوې دي.
د پنجشير د ولسي تړون د ملي دفتر مسوول انجينر رفيع سنګي باخترآژانس ته وويل؛ په دغو پروژو کې څه د پاسه ١٦٥ميليونه افغانۍ لګيدلي دي او يادو ولسواليو زرګونه کورنۍ له هغې څخه ګټه اخلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته