فرهنګ

په پکتیا کې د کتاب اوونۍ او د موزیم نړېواله ورځ ونمانځل شوې

کابل/ د غبرګولي ۵ مه/ باختر
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د کتاب اوونۍ او د موزیم نړېواله ورځ په یوه غونډه کې ونمانځلې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې نمانځغونډه کې د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ د ګرځندوی امر اقبال هېواد د ورته غونډو جوړول مهم وبلل او د کتاب او موزیم پر ارزښت یې خبرې وکړې.
په همدې حال کې د هنري فعاليتونو د تنظیم مدیرجمال الدین اخلاص د موزیم او حضرت نبي شیرزي د کتاب پر ګټو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په زیات شمېر ولایتونو کې د کتاب اوونۍ او د موزیم نړېواله ورځ نمانځل شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته