امنیت

دداعش په ډلې پورې اړوند درې تنه افراد دننګرهار ولايت په غني خيلو کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې   نهمه :
دننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې  په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دامنيتي ځواکونو او دداعش دتروريستي ډلې ترمنځ نښته کې  دداعش په ډلې پورې اړوند درې تنه افراد وژل شوي دي .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره ويلي دي .
دننګرهار ولايت دغني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون دامنيتي ځواکونو او دداعش  دتروريستي  ډلې ترمنځ نښته وشوه چې له امله يې دداعش په تروريستي ډلې پورې اړوند درې تنه افراد ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته