ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د افغان خبريال ذبيح الله تمنا د شهادت له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام
په هلمند ولایت کې د افغان خبريال ذبيح الله تمنا او امريکايي خبريال ډيويډ ګيلګي وژنه د بیان د آزادی او خلکو ته د معلوماتو د رسولو د مخنیوي په خاطر یو بل ګذار دی.
د خبريالانو په وړاندې د غه ناوړه پېښه په کلکه غندم او باور لرم چې د هېواد دښمنان به په دا ډول کړنو سره هېڅکله هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.
د سولې او وطن دښمنانو تل هڅه کړې ترڅو ژورنالیستان ووژني او یایې هم وګواښي ترڅو خلک د دوی له جنایتونو څخه بې خبره پاتې شي.
د ملي وحدت حکومت په استازيتوب، یو ځل بیا د رسنیو چلوونکیو او خبریالانو ته ډاډ ورکوم چې د ملي وحدت حکومت، د بیان آزدۍ ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې ژورنالیستانو ته ستونزې جوړې کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته