امنیت

دملي دفاع وزارت : نهه تنه وسله وال ياغيان ووژل شول

کابل- باختردلړم دمياشتې ٣ :
دملي اردو منسوبينو په تېرو ٢٤ ساعتوکې دهيواد په ځينو ولايتونوکې نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل؛ اتلس تنه نوريې ونيول  او اتلس ماينونه يې کشف اوشنډکړل .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دملي اردو منسوبينو د هيواد په ځينو ولايتونو کې يولړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دلغمان ولايت دعليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دميدان وردګو ولايت دجلريز ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ديارلس تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دغه راز د هلمندولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دمنسوبينو په عملياتوکې دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول ، له پنځلسو ماينونو سره يې يو توغندي ويشتوونکى، دپيکا څلور سوه ګولۍ او دکلاشينکوف يوه بکسي  ګولۍ  ترلاسه شوي دي او دلوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه مشکوک کسان ونيول شول او يو کلاشنيکوف ، يوه تومانچه  او يوه مخابره ترلاسه شوې ده.
دغه راز دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو دامنيتي ګزمې په بهيرکې د يارلس ماينونه، شل بطري ، ريموټ کنترول ماين او دتوغندي ويشتوونکي اته ماينونه ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: دهرات ولايت د اوبې ولسوالۍ په مربوطاتوکې  په واټ کې دښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنې او دوسله والو مخالفينو د ډزو له امله دملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان شول  او د زابل ولايت دميزان ولسوالۍ په مربوطاتوکې درې تنه ټپيان شول او دلغمان اوکاپيسا د ولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو پنځه تنه منسوبين ټپيان شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته