نړۍ

څلورتنه په کراچۍ ښارکې ووژل شول

کراچۍ ډي ډان   باختردجوزا دمياشتې ٨ :
دپاکستان په کراچۍ ښارکې نن  په دوو  جلا جلا پيښو کې څلور تنه   و وژل شول.
په لومړۍ پيښه کې پوليسو دنشه يي توکو له  قاچاق وړونکې  ډلې سره نښته وکړه
چې له  امله يې ددغې ډلې دوه تنه  مشران   چې د  پوليسو د وژلو په  ګډون په څو نورو  جرمي پيښو کې لاس درلود ،  ووژل شول.
دغه راز دوه تنه نور غله  چې دخلکو د مالونو په غلا کولو يې  لاس پورې  کاوه  له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دکراچۍ ښار پوليسو د دريو تنو نورو مشکوکو کسانو د نيولو خبرورکړ  چې له هغوي څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
دکراچۍ ښار شل مليونه  تنه وګړي لري چې زياتره نښتې اوعمدي وژنې په دغه ښارکې  رامنځته کيږي چې  له امله يې په تيرو څو کلونو کې  په زرګونو تنه  وژل شوي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته