سیاست

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناستې ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني وینا

کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه
د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناستې ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني وینا
بېشکیک، قرغیزستان
۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۴ | 2019 کال د جون 14

جمهوررئیس جیین بیکوف، د دوستو هېوادونو او دولتونو جلالتماب جمهوررئیسانو او مشرانو، آغلو او ښاغلو!
پر نړېوال ابهام سربېره، د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه د خوښۍ او هیله مندۍ لپاره دلایل لري. د شانګهای سازمان روحیې ته په اتکا سره نه یوازې په میراث پاتې ستونزې هوارې شوي دي، بلکې دغه سازمان داسې یو بستر برابر کړی چې یوروـآسیا په یو اقتصادي لویه وچه بدله کړي.
چین ته د انقلاب د اویایمې کالیزې او جمهوررئیس شي ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکي وایم، صدراعظم مودي ته د دوی د خلکو له خوا د کلک ملاتړ او جمهوررئیس توکایوف ته په ټاکنو کې د بریالي کېدو مبارکي وایم. زه له ایران او روسیې څخه مننه کوم چې سل کاله مخکې یې زموږ خپلواکي په رسمیت و پیژندله او نن هم له موږ سره نږدې همکارۍ لري.
قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان موږ یو ځل بیا مرکزي آسیا سره ونښلولو او اوس زموږ ستر سوداګریز شریکان دي. همداراز، له هند او ایران څخه د هوایي دهلیزونو او چابهار کوریډور د فعالولو په خاطر مننه کوم. زه له لومړي وزیر عمران خان سره د جون په ۲۷ نېټه د هراړخیز او رغاوونکي ډیالوګ هيله لرم. همداراز، له ټولو رهبرانو چې د افغانستان جګړې لپاره یې د سیاسي حل لارې لپاره پر اړتیاوو رڼا اچولې، مننه کوم. او زه په کلکه د شانګهای سازمان له مرکزي ګروپ سره د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې لپاره د کار په هیله یم.

موږ، اکثریت افغانان په خورا لېوالتیا سره د خپل اسلامي دولت د ادارو د جوړولو لپاره خپل لیدلوري تعقیبوو، ترڅو داخلي سوله، ملي یووالی او هوساینه باوري کړو، د سیمه ییز اتصال محوري رول ولوبوو او د اسلامي زده کړو مرکز واوسو او د آسیا د څلورلاري په توګه رول ولوبوو او د سیمه ییزو او نړېوالو همکاریو وسیله وګرځو. دغه لیدلوري ته د رسېدو لپاره، موږ د روان زیږدیز کال د سپتمبر په ۲۸ نېټه د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره کوو، په سوله تمرکز کوو، د ځان بساینې پروګرامونه عملي کوو، په سیمه ییز اتصال پانګونه کوو او خپلې نړېوالې او سیمه ییزې همکارۍ بیا تجدیدوو.
لکه څنګه چې خپلواکې، عادلانه، ټولشموله او شفافه ټاکنې د اساسي قانون د حکم ازمېښت دی، موږ نړېوالو او د شانګهای سازمان څارونکو ته د ټاکنو پروسې د نظارت بلنه ورکوو. له طالبانو سره زموږ د سولې منډیټ د اپریل له ۲۹ څخه د می تر ۲ پورې د مشورتې لویې جرګې د پرېکړه لیک پر اساس دی. د دغې جرګې ټول ۳۲۰۰ منتخب غړي چې څه باندې۳۰ سلنه  یې ښځینه او ۶۰ سلنه یې ځوانان وو او د هېواد له بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلي وو، د افغان دولت د راتلونکي لپاره یې یوه ۲۳ ماده یي د لارې نقشه جوړه کړه. د افغانستان خلک او حکومت په خورا جدیت سره د لارې دا نقشه تعقیبوي. د ځان بسیاینې په ډګر کې، موږ خپل عایدات ۹۰ سلنه لوړ کړي او پیسې مو په معقول ډول لګولي، د بېلګې په ډول په تخمیني توګه یوازې سږ کال په امنیتي لګښتونو کې یو میلیارد امریکایي ډالر سپما لرو او د ۴۰۰ قوانینو او مقررو په تصویبولو سره  مو د کانونو په شمول د خپلې پراخې طبیعي پانګې انکشاف لپاره قوي حقوقي بنسټ اېښی.
موږ د مرکزي او جنوبي آسیا، ایران او خلیج ترمنځ د انرژۍ د لېږد د څلورلاري او د ټرانسپورټي کوریډور په ډګر د بدلېدو په حال کې یوو. لنډه دا چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله، د آسیا په زړه کې د یو مصئونه او په ځان بسیا هیواد په توګه د افغانستان اساسې ستنې د پخېدو په حال کې دي.
خونشه يي توکو، تروریزم او جنګ د شانګهای د همکاریو سازمان غړیو او ناظرو هېوادونو امنیت او هوساینه ګواښي. په فراه ولایت کې په وروستیو عملیاتو کې زموږ امنیتي ځواکونو د نشه يي توکو ۵۳ لابراتوارونه چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو ته یې کابو یو میلیارد امریکایي ډالر زیان واړاوه، له منځه یووړل. هغه څه چې په وروستیو کې لېدل شوي، د اپیمو او هیروینو د تولید تر څنګ د میتمفیتامین (methamphetamine) تولید هم ترویج شوی. په سیمه او نړۍ کې ټول والدین باید په دې هکله اندېښنه ولري او هر هېواد باید د دغه ګواښ د دفعې لپاره مرسته او اقدام وکړي.
سره له دې چې د تروریزم پدیدې او ګواښ پر وړاندې اجماع وجود لري او موږ له تاسې ټولو سره په ګډه همکارۍ ستاسې د امنیتي ګواښونو د راټیټولو لپاره همکاري کوو، د دې اړتیا لیدل کیږي چې د ټولو د امنیت او هوساینې لپاره په یو ګډ نظر توافق ته ورسېږو. هغه څه چې اړتیا ورته لېدل کیږي، د ګواښونو پر وړاندې د ملاتړيزو سیسټمونو او عواملو درک دی، چې له شک پرته منځ مهاله او د امکان تر حده اوږدمهاله به وي. موږ هیله لرو چې د ملګري ملتونه خپله سټراټیژي په یوه پرېکړه لیک یا د عمل جامع پروګرام باندي اړوي تر څو موږ سیمه ییزه او نړیواله همکاري لا زیاته کړو.

دې ته په پام سره چې د افغانستان جګړه بېلابېل اړخونه لري، له طالبانو سره د سولې هوکړه کولای شي چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي. موږ د سولې په برخه کې د سیاسي حل لارې لپاره د امریکا ژمنو ته او همدا راز له خپلو ټولو شریکانو سره د همغږۍ په نیت اړینې نړیوالې اجماع ته د اعتبار په سترګه ګورو.
د سولې په برخه کې پرمختګ سیمه ییزه اجماع او د طالبانو او د دوی د ملاتړ کوونکو اړیکو ته پاملرنه پکار ده، خو شته ګواښونو او فرصتونو ته په کتو موږ لاندیني موارد پیشنهادوو:
لومړی، تر څو د ګډوډ تګ لارو ښکار نه شو، د سولې لپاره باید په سیمه ییزه او نړېواله کچه یو غږ وي، ترڅو له موږ سره په ګډه د سولې د مذاکرې د منسجم چوکاټ په ایجاد کې کار وکړي. د یوه واضح چوکاټ د جوړېدو په پایله کې به په عمل او تطبیق کې ګړنديتوب ولرو.

دویم، نړیوالې تجربې ښیي چې په جګړو کې د ښکېلو هیوادونو ګاونډي له سولې څخه زیاته اقتصادي ګټه اخیستلی شي، له همدې امله زموږ وړاندیز دا دی چې د شانګهای همکاریو سازمان د ګروپ په ملتیا یوه سیمه ییزه کاري ډله د سیمې د اتصال او د غربت د کچې راټیټولو په موخه د انکشافي برنامو او بریالیو او ګټورو پروژو لپاره جوړه شي.

دریم، زموږ بچیانو ته د نشه يي توکو واضح ګواښ ته په کتو سره، زموږ وړاندیز دا دی چې د نشه يي توکو مسئلې ته دې د جنګ او جنایت د یوه عامل په توګه د سولې د ټینګښت په چوکاټ کې رسیدګي وشي.

څلورم، تروریستي شبکې زموږ خوندي راتلونکی ګواښي،ځکه نو په یوه سیمه ییز چوکاټ هوکړه به زموږ د ټولو په ګټه وي. د شخړې قېمت موږ او په ځانګړي ډول زموږ ملکي خل پرې کوي، ځکه نو موږ د سیاسي حل لارې په لټه کې یوو. خو زړور افغان وسله وال ځواکونه په خورا مېړانه له خپلې خاورې دفاع کوي او په دې برخه کې موږ د ماتې له ګواښ سره مخامخ نه یوو.

موږ د افغانستان خلک څلوېښت کاله له وېجاړیو او تپل شوي تاوتریخوالي ځورېدلي یوو. سوله ییز او امن افغانستان به د سیمې او نړۍ او د شانګهای سازمان غړو او ناظرینو ته مستقیمې او غیر مسقیمې ګټې لري. موږ ستاسې پر ملاتړ او همکارۍ حساب کوو تر څو د یوریشیا په وچه یې اقتصاد او نړیوالو همکاریو په سیسټم کې د آسیا د څلولاري په توګه خپل ریښتینی ځای و مومو.
زه یو ځل بیا له جمهوررئیس جیین بیکوف او د قرغیزستان له عظیم ولس څخه د دوی د ځانګړې مېلمه پالنې او موږ ته د پاملرنې له امله مننه کوم. همداراز، جمهوررئیس پوتین ته د شانګهای سازمان د مشرتابه مبارکي وایم. موږ ستاسې په مشرۍ له روسیې سره د ګډ کار او د شانګهای وړتیاو پر مټ نه یوازې په افغانستان کې د ثبات د راوستلو، بلکې د سیمه ییزې همکارۍ او زموږ ټولو لپاره د هوساینې هیله لرو.

مننه#پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته