ټولنه

په لوګر کې په زرګونو ټوکه کتابونه په انلاين ډول مطالعې ته چمتو شول .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
دلوګر داطلاعاتواوفرهنګ رياست او دلنکن روزنيز مرکز دمطالعې  دفرهنګ دبنسټيزه کول او کتاب ته دلاس رسى زمينه په انلاين ډول برابره کړې ده .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دلوګر داطﻻعاتواوفرهنګ رييس وايي چې ددغه ولايت په عامه کتابتون کې  ١٢ زره ټوکه بېلابېل کتابونه شته چې له هغې جملې څخه پنځه زره  پنځه سوه ټوکه يې ديتابس کې ثبت شوي  دي اودکتاب مينه وال کولاى شي په انلاين ډول ترې  استفاده وکړي او چاپي کتابونه له عامه کتابتون څخه ترلاسه کولاى شي .
هغه زياته کړه چې دکتابونو ديتابـس دلوګر داطلاعاتواوفرهنګ رياست له ټولنيزې  صفحې خپرېږي  او دغه رياست هڅه کوي چې ټولو کتابونو ته دلاسرسۍ  زمينه په انلاين ډول برابره کړي .
ختم_ شکريه_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته