کابل باختر د لړم اته ويشتمه :
دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې نن په يوموټرسايکل کې دځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو دچاودنې له امله دولس تنه ټپيان شول .
دمرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل دمرکزي بغلان دچوک په ساحه کې په يوموټرسايکل کې د ځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو دچاودنې له امله نن سهار ددريو پوليسو او دوو ماشومانو په ګډون دولس تنه ټپيان شول .
ده زياته کړه چاودنه هغه وخت وشوه چې دامن اوعامه نظم دپوليسو وسايط له ساحې څخه تيريدل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ