سیاست

جمهوررئیس غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پلازمېنې بېشکیک ته ورسېد

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون او وینا په موخه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن غرمه د قرغیزستان پلازمېنې بېشکیک ته ورسېد.
د جمهوررئيس د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په مناس ۲ بین المللي هوایي ډګر کې د قرغیزستان د لومړي وزیرمرستیال، د منځنۍ آسیا په چارو کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال او همدارنګه په قرغیزستان کې د افغانستان استوګن سفیرمحمدعیسی مصباح جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه. #
پاى – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته