سیاست

دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دمرستيال کاري رپوټ واوريدل شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٨ :
دمشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديا نن  په يوه غونډه کې  دکابل ولايت   دامنيې قوماندانۍ دمرستيال ګل اغا روحاني کاري رپوټ واوريد .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې غونډه کې   ګل اغا روحاني دامنيتي حالاتو په تيره بيا  دکابل په نړيوال هوايي ډګر  دډار اچوونکو دډله ييز بريد په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل  : يوې ډلې وسله والو يرغلګرو  له هغې نيم کاره ودانۍ څخه چې دهوايي ډګر په شمال کې ده په سپکو او درندو وسلو سره دکابل  دهوايي ډ ګر په يوې برخې بريد وکړ  چې امنيتي ځواکونو  له څلور ساعته نښتې وروسته وکولاى شول  يرغلګر  چې شميريې څلورو تنو ته رسيده په داسې حال کې  وځپي  چې له نيکه مرغه  ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان  ونه رسيد.
ده زياته کړه  له هغو سيمو څخه چې پخوا دکابل په هوايي ډګر راکټي بريدونه شوي وو، دامنيتي پوستو دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
دسنا مجلس لومړي نايب دخبرو په ترڅ کې دافغانستان د دښمنانود بريدونو دشنډولو ، دامنيت په تامينولو  او دملي نواميسو او دهېواد دځمکنۍ بشپړتيا ددفاع په لاره کې  دهېواد امنيتي  ځواکونو ميړانه او مهارتونه وستايل   او دهېواد دامنيتي ځواکونو په سمبالولو  او دمسلکي  مهارتونو په لوړولو باندې يې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته