امنیت

ديوي خصوصي کمپني پنځه سوه تنه افراد دپوليسو په چوکات کې تنظيم شول .

کابل- باختر دمرغومي څوارلسمه
دخصوصي امنيتي کمپنيو دادغام په اړوند دجمهور ي رياست د ٤٥ ګڼه فرمان دتطبيق دبهير په دوام داي تي دخصوصي امنيتي کمپني پنځه سوه تنه افراد په غزني ولايت کې  دعامه محافظت  او دامنيتي تصدي دمعينيت په چوکات کې تنظيم شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ . دغزني والي موسي خان اکبر زاده چې ددغو کسانو دثبت ، راجستر او دروغتيايي کتنو بهير يې کاته دخصوصي امنيتي کمپنيو دفعاليتونو د قانو نمند کولو دارزښت په باب  وويل دهيواد دامنيتي ځواکونو دفعاليتونو دقانونمند کولو په لاره کې هراقدام چې کيږي دامنيت دتامينولو په لاره کې مثبته اغيزه کوي .
دغه راز دعامه محافظت او دامنيتي تصدي دمعينيت دکتارونو رييس  مل پاسوال  ګل اغا روحاني دعامه محافظت او دامنيتي تصدي له معينيت سره دامنيتي کمپنيو دادغام دارزښتناک بللو په ترڅ کې وويل چې ددغوکسانو په ادغام سره  دعامه محافظت يوه پنځه سوه کسيزه قطعه په غزني ولايت کې جوړه شوې ده چې دهيواد ټولو ولايتونو ته دناتو او دايساف دلوژستيکي او اکمالاتي  مالونو او دملي سوداګرو دمالونو اوموادو دکتارونو دسالمې ليږدونې په لاره کې  مهم رول لوبوي .
  ديوبل خبر له مخې ،  دکورنيو چارو وزارت  دعامه محافظت  او دامنيتي تصدي  معين  لوى پاسوال  عبدالجميل جنبش  په کابل کې ددغه معينيت  دپروژو له مسوولينو سره  وکتل .
دعامه محافظت او دامنيتي تصدي معين دولتي او غير دولتي پروژو له مسوولينو سره  په کتنه کې دهغوى دکړو وړو له امله خوښي څرګنده کړه او وي ويل تاسي دعامه شتمنيو ددفاع او ساتنې په لاره کې  سترې او درندي دندي په غاړه لري . يوازي  له خداى سره  په ژمنې ، دهيوادپالنې  په روحيې او دمسلکي زده کړو په لرلو سره دې  چې کولي شي زموږ وروستۍ هدف ته درسيدو په لاره کې  چې هماغه دامنيت تامينول او زموږ دهيوادوالو دعامه او شخصي شتمنيوساتنه ده ، له موږ سره مرسته وکړي .
  دعامه  محافظت معين  دساتنمنانو او سرتيرو په روزنې باندې ټينګار وکړ او وي ويل چې دکارکوونکو مسلکي زده کړي  زموږ کاري ظرفيتونه او ځواکمني له پخوا زياته  پياوړي کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته