ټولنه

د اريانا افغان هوايي شرکت سعودي ته دحاجيانو دليږدونې دداوطلبۍ ګټونکې شو.

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دبيت الله شريف دحج د زيارت کوونکو دليږدونې  قرارداد نن  دحج او اوقافو دوزارت او داريانا افغان هوايي شرکت ترمنځ لاسليک شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت  داريانا افغان هوايي شرکت په مرکزي دفتر کې پرځاى شوى و، دحج او اوقافو وزارت  مالي او اداري معين اوسرپرست  داعي الحق عابد خبرې وکړې او ويې ويل ، دحج بهير  يوه ملي او مذهبي بهير دى  اوټول دولتي ارګانونه پکې شريک دي .
ده وويل : دتيرکال په پرتله سږ کال توپير دا دى  چې  دحاجيانوشمير له شپږ ويشت زرو تنو څخه  ديرشو زرو تنو ته  زيات شوى دى .
داعي الحق عابد وويل:  سعودي عربستان ته دحاجيانو دليږدونې داوطلبي  داريانا افغان هوايي شرکت ، صافي او دکام اير  دهوايي شرکتونو ترمنځ  ترسره شوه  چې داريانا افغان هوايي شرکت  په ټيټه بيه  او دشپږ سوه پنځو وړيا ټکتونو  په منلو سره  ګټوونکى اعلام شو .
  ده وويل : دغه داوطلبي په شفاف ډول  ترسره شوى دى . او په تيرو دريو کلونوکې هم  داريانا افغان هوايي شرکت  دغه قرارداد ګټلى و .
  دحج او اوقافو وزارت سرپرست زياته کړه: موږ  پخوا هم  داريانا افغان هوايي شرکت له کار څخه خوشحاله يو او هيله لرو چې دحاجيانو دليږدونې په لاره کې ښه خدمتونه ترسره کړي .
بايد وويل شي چې دروان کال قرارداد نهه ويشتو مليونو ډالرو ته رسيږي  او دهر ټکټ بيه نهه  سوه پنځوس ډالره دى په داسې حال کې چې تيرکال ديو حاجي دټکټ بيه  نهه سوه اتيا ډالرو ته رسيده .
عابد زياته کړه چې سږ کال  موږ  دشهيدانو زر تنه وارثان په وړيا ډول دحج په مراسمو کې دګډون په خاطر سعودي ته ليږدوو . او د حاجيانو دليږدونې بهير پنځه ويشت ورځې  ټاکل شوى دى .
په همدې حال کې  داريانا افغان هوايي شرکت رييس  نادر عمر  خبرې وکړې او ويې ويل  په وروستيو دريو کلونو کې  دادريم ځل دى  چې داريانا افغان هوايي شرکت دحاجيانو دليږدونې تړون گتوونکى اعلاميږي .
  ده وويل موږ په دغه بهير کې ګډون امتياز نه  بلکې خپل مسووليت بولو .چې وکولى شو دغه بهير په ښه ډول پاى ته ورسوو .
ده زياته کړه  موږ د ايربس  ٣١٠ دوه الوتکې په واک کې لرو چې هر يوه يې څلور سوه څلويښت سيټونه لري خو دحاجيانو دليږدونې لپاره  کفايت نه کوي . او بايد يوه يا دوه  نورې الوتکې چارتر کړو .
ده وويل  دالوتکې دچارتر د قرارداد په وخت کې به  زموږ سهم داران حاضر وي
ده  دحاجيانو دليږدونې په بهير کې  دبرياليتوب په خاطر  دټولو اړوندو ارګانونو په همکارۍ  ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته