ښرنه باخترد زمري د میاشتې ۳ مه
د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د (وحدت) فرهنګي مرکز پرانیستل شو.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت باختر اژانس ته وویل چې دا یې د ډېر وخت د هلو ځلو پایله وه چې په دغې سیمه کې د ځوانانو د ښې روزنې په موخه سمبال فرهنګي مرکز جوړ کړي.
وحدت وویل، په دغه مرکز کې پر عامه کتابتون سربېره ځوانانو ته د کمپیوټر بېلابېل پروګرامونه، د انګلیسي ژبې زده کړه، د ساینسي علومو زده کړه او نور ګټور روزنیز پروګرامونه ښودل کیږي.
دی وایي چې د دغه مرکز فعالیتونه به د سیمې د ځوانانو د وړتیاوو په لوړولو کې رغنده رول ولري او په وینا یې په دې سره به د ځوانانو فکري اړخ هم وده وکړي.
د سیمې ځوانان هم د وحدت فرهنګي مرکز جوړېدلو ته خوښ دي او زیاتوي چې په دې سره به له ګڼو اسانتياوو څخه برخمن شي.
دوی زیاتوي چې د دغه فرهنګي مرکز له برکته به ټول ځونان په یوځای راټولیږي او د زده کړیزو پروګرامونو ترڅنګ به خپل فرهنګي پروګرامونه هم ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې دغه فرهنګي مرکز د پکتیکا ولایتي ادارې په هلو ځلو او د سيمې د خلکو په هڅو سره جوړ او په داوطلب ډول به يې اکاډمیک او فعال ځوانان چارې پرمخ وړي.٫
0 1 دقیقه لوستل