-کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
دننګرهار ولايت د ملي امنيت منسوبينو دوه تنه د طالبانو په ډله کې د غړيتوب په تور ونيول .
ملاذکي الله اوملاعبدالله پرون ناوخته په جلال ابادښار کې د ځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شول.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې دغو دوو تنو په لومړنيو تحقيقاتوکې د طالبانو په ډله کې په خپل غړيتوب او د غزني او کونړ په ولايتونوکې په لسګونو ډار اچوونکو برېدونوکې په لاس لرلواعتراف کړى دى .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ج_اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ