امنیت

په بلخ کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد شول

کابل / د لړم ۲۵ مه / باختر
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه کسان یوه اوونۍ مخکې د بلخ له مزار شریف ښار څخه تښتول شوي وو چې نن بېرته خپلو کورنیو ته یې وسپارل شول.
د بلخ امنیه قومندان مولوي سیف الله باختر آژانس ته وویل چې د یادې پېښې په تړاو شپږ تنه نیول شوي دي.
ن/ز

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته