سیاست

دهېواد دملي اومذهبي شخصيت پير سيد احمد ګيلاني د ارتحال په مناسبت داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام .

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ  چې دهېواد ملي مذهبي او سياسي شخصيت او داسلامي جهاد مشر ، دملي محاذ رهبر او دسولې دعالي شورا رييس  پير سيد احمدګيلاني  په حق رسيدلى دى .
ارواښاد پير سيد احمد ګيلاني  دجهادله پيژندل شويو مشرانو او دهېواد مذهبي ، سياسي او خير غوښتونکي  څيرو څخه و چې په خپلو معتدلو افکار و سره يې  دافغانستان د پتمنو خلکو ترمنځ  ځانګړى ځاى درلود او دهېواد په سياست او ټولنه کې  يې  ځانګړى باور درلود .
ددغه جهادي مشر او مخور مذهبي ، سياسي ، شخصيت خير غوښتونکى او معتدل افکار ددې سبب شو چې دملي وحدت  دحکومت  مشران او دهېواد سياسي قشر دسولې دعالي شورا  درييس په توګه  په ده باندې باور وکړي او دغه  ستر  او برخليک ټاکونکى مسووليت  دده په غاړه کيږدي .
اروښاد پير سيد احمد ګيلاني دهېوادپه بېلابېلواو برخليک ټاکونکو دورو کې  تل مثبت او رغنده رول ترسره کړى دى  او دهېواد په مهموسياسي بهيرونوکې  معنوي او رغنده اغيزمنتوب درلود .
په دې ترڅ کې چې  دهېواد  ددغه بانفوذ او سياسي شخصيت  نشتوالى په اوسنيو شرايطو کې  دافغانستان لپاره  نه جبيره کيدونکې  ضايعه بولو دخپل او دافغانستان داسلامي جمهوريت په اجراييه رياست  کې دخپلو همکارانو دخواخوږي او ډاډ ګيرنې  مراتب  دافغانستان  پتمنو خلکو دپير صاحب معظمې کورنۍ په تيره بيا  دارواښاد  بچيانو ، پيروانو او دسولې  دعالي شورا غړو ته څرګندو او  د الله (ج )  له دربار څخه  ارواښاد ته د مغفرت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته