اقتصاد

دحامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې دسړې خونې دجوړولو په باب خبرې وشوې .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
دحامدکرزي  په نړيوال هوايي ډګر کې دسړې خونې  دجوړولو په برخه کې دهمغږي په موخه دملکي هوايي چلند په خپلواکه اداره کې دځينو دولتي بنسټونو د استازو په ګډون يوه غونډه جوړه شوه .
دملکي هوايي چلند دخپلواکه ادارې داطلاعاتواوعامه اړيکو امريت باختراژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې ملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې عملياتي مرستيال محمود شاه حبيبي ، دکرنې اواوبو لګولو ، ماليې او دترانسپورت اوملکي هوايي چلند دوزارتونو ، دځمکې دخپلواکې ادارې او دحامدکرزي  دنړيوال هوايي ډګر د رياست استازو ګډون کړى و .
  په دې غونډه کې محمود شاه حبيبي وويل چې دجمهوري رياست له لارښوونې  سره سم او دکابينې دمصوبې له مخې ټاکل شوې ده چې د  حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې يوه سړه خونه جوړ شي .
دى وايي چې ددغې سړې خونې  دجوړولو موخه دهيواد دکرنيزو محصولاتو له سوداګرو سره مرسته او دکرنيزو محصولاتو ساتنه اوڅارنه ده .
دغه راز په دې غونډه کې دبيلابيلو دولتي ادارو ترمنځ  دهمغږى  په باب  خبرې وشوې .
ددغې سړې خونې دجوړولو لپاره دملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر دګمرک  په انګړ کې  د ١٧٦٠ متره مربع ځمکې ساحه په پام کې نيولې ده .
دبرابرې شوې  طرحې او نقشې له مخې په يوه مياشت کې ددغې سړې خونې ظرفيت  به له  ٧٠ څخه  ترسلو متريک  ټنو پورې وي .
دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر دسړې خونې دجوړولو ټول لګښت درې مليونه يوسلو  شپږ نوي زره افغانۍ اټکل شوى دى .
ټاکل شوې ده ددغې سړې خونې له جوړولو وروسته دقندهار ، هرات او دمزارشريف په هوايي ډګرونوکې هم دهېواد دکرنيزو محصولاتو دساتنې په موخه سړې خونې جوړې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته