فرهنګ

دواټونو دنومولو اته مورده وڅيړل شو ل .

کابل باختر د مرغومي دولسمه :
دواټونو دنومولو کميسيون  نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې صافۍ په مشرۍ غونډه وکړه.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې داړوندو ادارو داستازو په ګډون جوړه شوه دواټونودنومولو اته مورده چې دجمهوري رياست  دچارودادارې ، دميدان وردګو ،بغلان ، قندهار ، کندز اودبلخ دولايتونو داطلاعاتو اوفرهنګ درياستونو او دغه راز دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له خوا کميسيون ته  رسيدلي و ، وڅيړل شول .
دغه راز دکميسيون غړو ددغو مواردو په باب له خبرو وروسته دواټونو دنومولو کميسيون دطرز العمل له مخې ،  دهر مورد په باب  لازمې پريکړې وکړې .
  په دې غونډه کې  حسينه صافۍ  ټينګار وکړ چې دکميسيون غړي دې بايد په خپلو پريکړو کې دهغو ليکونوپه باب چې دبېلابېلو بنسټونو له خوا دواټونو دنومولو په مقصد  دغه  کميسيون ته  رسيدلي دي  زياته پاملرنه وکړي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته