امنیت

په بلخ کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل/ باختر/ د وږي ۱۳مه
د بلخ په زارع ولسوالۍ کې د طالبانو بريد پرون مازيګر په شاوتمبول شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دوه شپې مخکې د دغه ولايت پر زارع ولسوالۍ بريد وکړ چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې ١٣ وسله وال طالبان ووژل شول چې د اتو تنو مړي په سيمه کې پاتې وو.
دملي دفاع وزارت مرستيال جنرال ياسين ضيا پرون د جګړې د مديريت په موخه د بلخ ولايت زارع ولسوالۍ ته تللى دى.
رضايي زياته کړه چې په پېښه کې ٦ پوځيان شهيدان او ١١ نوريې ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې د وسله والومخالفينو له شتون څخه د زارع ولسوالۍ د نا امنو ساحو د پاکولو په موخه د امنيتي او دفاعي منسوبينو عمليات پيل شوي دي.
هغه دغه راز وويل چې د هېواد پوځيانو د بلخ – شبرغان او شبرغان- ميمنه په لويو لاروکې هم عمليات پيل شوي دي.
ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته