ټولنه

وحدت:د نشه یې توکو د استعمال پر وړاندې مبارزه دې چټکه شي.

ښرنه باختر د غويي د مياشتې ۳۰ مه
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د نشه یې توکو پر خلاف د مبارزې ولایتي کمیسیون غونډې ته يو ځل بيا ټینګار وکړ چې په پکتیکا کې دې د نشه یې توکو د استعمال پر وړاندې جدي مبارزه وشي.
وحدت زیاته کړه، هر هغه څوک چې د نشه یې توکو په قاچاق کې ښکېل وپېژندل شي له سختې سزا سره به مخامخ شي.
له بل خوا د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي د نشه یې توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي بېلابېل پروګرامونه په پام کې لري چې په پلي کېدو سره به یې د نشه یې توکو په استعمال کې د پام وړ کموال راشي.
دوی وایي په تیرو څو کلنو کې په پکتیکا کې د نشه یي توکو پروړاندي خاصه مبارزه نه ده شوې خو اوس یې هڅه داده چې د نشه یې توکو پروړاندې مبارزه جدي کړي او مخه یې ونیسي اوځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړې چې له نشه یې توکوڅخه لاس په سر شي.
دوی دغه راز له رسنیو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او فعالانو ځوانانوڅخه غواړي چې په دې برخه کې خپل ملي رسالت ادا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته