سیاست

جمهور رئیس غني: ورزشکاران د افغانستان نوی تصویر نړۍ ته وړاندې کوي

کابل_باختر د تلې د مياشتې ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغانستان د فوټبال دغوره لیګ د ټیمونو له غړو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې جمهور رئیس غني ورزشکارانو ته په خطاب کې وویل: هیله ده چې له دې وروسته په دوامداره توګه ارګ ته راشئ او له دې ځایه لیدنه وکړئ، ځکه چې ارګ ستاسو کور دی.
جمهور رئیس له ورزشکارانو څخه مننه وکړه چې ورزش يې غوره بللى دى او ويې ویل: د ورزشکارانو معنوي ملاتړ د دولت دنده ده.
ده زیاته کړه: په ورزش باور او په دې برخه کې مثبته همکاري د هېواد د سرلوړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ملي بیرغ د رپېدا لامل شوې.
جمهور رئیس غني له نړیوالو داورانو څخه د مننې په ترڅ کې وویل: په ورزشي لوبغالو کې نورو ته درناوی، د لوبو قواعد او د کار اساس په ګروپي ډول زده کېدلی شي.
جمهور رئیس د فوټبال له ورزشکارانو څخه وغوښتل چې د هېواد لپاره لویې لاسته راوړنې ولري.
ده وویل: فوټبال د ټولنیزې همکاري ښه بېلګه او د جمعي پانګې د ایجاد نښه ده.
محمداشرف غني د افغانستان د غوره لیګ له ترسره کوونکوڅخه مننه وکړه او ويې ویل: سالم رقابت د پیوستون لامل کېږي او د ورزشکارانو رول او فعالیت د افغانستان نوی تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه: دولت په پام کې لري چې د ورزش د پیاوړتیا او د لرغونو آثارو د خوندیتوب لپاره سراسري ملي برنامې تطبیق کړي.
په دې کتنه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمدیوسف کارګر، د مېرمنو د فوټبال د ملي ټیم مسوولې هاجر ابوالفضل او د امواج آمو ټیم غړي مسعود قاري زاده د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
یوسف کارګر د افغانستان فوټبال ته د جمهور رئیس د پاملرنې له امله مننه وکړه، ويې ویل: د افغانستان د غوره لیګ سیالۍ چې له څلورو کلونو راهیسې په هېوادکې کېږي، ملي او نړیوال مثبت انعکاسات لري.
ده وویل: فوټبال د افغانستان د ټولو خلکو ترمنځ ملي یووالی او پیوستون رامنځته کړی دی.
د مېرمنو د فوټبال د ملي ټیم مسوولې هاجر ابوالفضل وویل: له یوې لسیزې راهیسې د افغانستان مېرمنو فوټبال ټیم فعالیت کوي چې د هېواد په دننه او بهرکې یې زیاتې سیالۍ کړې دي.
مېرمن هاجر په افغانستان کې د ورزش ودې او په ځانګړي ډول د هېواد د مېرمنو د فوټبال ملاتړ ته د دولت د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ویل: فوټبال د پيوستون نقطه ده چې ټولو ته خوښي راوړي.
هغې د فوټبال د غوره لیګ له ترسره کوونکو مننه وکړه چې د افغانستان د مېرمنو فوټبال ملي ټیم یې هم دغو سیالیو ته وربللی دی.
هغې وویل: د افغانستان فوټبال لوړمقام ته رسېدلی دی او له ورزشکارانو په ځانګړي ډول له نجونو او هلکانو یې وغوښتل چې لا ډېرې هڅې وکړي.
د دې کتنې په پای کې مېرمن سامعې حماسي د جمهور رئیس عکس چې په خپله یې انځور کړی و، د سوغات په توګه هغه ته ورکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته